د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د یورانیمو د غنی کولو په مرکز کې نور سنټرفیوجونه ځای په ځای کړیدی


د ایران جمهور رئیس محمود احمدی نژاد اعلان وکړ چې د هغه هیواد شپږ زره نوی سنټریفیوجونه د غنی یورانیمو په مرکز کې ځای په ځای کوی.

امریکا سمدستی په دغه اعلان باندی انتقاد وکړ او توقع ده چې د ایران او لویدېځو ملکونو ترمنځ سیاسی درز لا نوپسی زیات شی.

جمهور رئیس محمود احمدی نژاد اعلان وکړ چې تهران د ناتنز په مرکزکی نوی شپږ زره سنټرفیوجو نو ځای په ځای کوی چې پدی سره خپل اتمی پروگرام پراخه کوی.

د ایران جمهور رئیس وویل، دغه نوی پړاو پرون د سه شنبی په ورځ پیل شو. ایران تیر کال اعلان کړی وچې په بری سره ئې دری زره سنټرفیوجونه په ناتنز کې ځای په ځای کړیدی او په کارئې پیل کړیدی.

د سنټرفیوجونو په کاسکیډونو کې د یورانیمو گاز غنی کیږی او په نتیجه کې د ټیټی درجی دسونگ موادونه بریښناتو لیدیږی او د لوړی درجی دسونگ موادونه په اتمی وسلو کې کار اخیستل کیږی.

د بوشهر په ښارکې د اتمی بټی مامور محمود جعفری دغې بټۍ ته نژدی یوی غونډې ته دخبرو په ترڅ کې تائید کړه چې ایران د یورانیمو د غنی کولو پروگرام ته دوام ورکوی. .

XS
SM
MD
LG