د لاس رسي وړ اتصالات

کایې ایډي: اړتیا ده چی په افغانستان کی بشري مرستې زیاتې شي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، کایې ایډي، نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د خپل ماموریت په اوږدو کې په خپلې کاري اجنډا معلومات ورکړل.

هغه وویل چې دی به هڅه وکړي تر څو د نړیوالو مرستو همغږي لا پياوړي کړي. هغه وویل چې دی به په راتلونکې اوونۍ کې لندن، بروکسل، پاریس، برلین، واشنګټن او اوتاوا ته سفرونه وکړي.

دی به ددی سفرونو له لاری د افغانستان له حکومت سره د نړیواله مرستو په همغږه کولو خبری اتری وکړي.

کایې ایډي د بوخاریست له کنفرانس خوښي وښوده او وی ویل چې هیڅ یوه هیواد دومره نړیوال ملاتړ ندی ترلاسه کړی لکه چې افغانستان د بوخاریست له غونډی ترلاسه کړ.

هغه دا ډول وویل چې د خپل ماموریت په ترڅ کې به د ښې اداری لپاره هم ګڼ کارونه وکړي. کایې ایډي دا ډول وویل چې د راتلونکي کال ټاکنو ته لا له اوسه په تیاریو بوخت دی.

په افغانستان کی د یوناما مشر د بشري مرستو په چټکولو هم رڼا واچوله او وی ویل چې اړتیا ده بشري مرستې زیاتې شي.

نوموړي له طالبانو سره دخبرو اترو په اړوند وویل چې دا د افغانستان د حکومت کار دی او هر تصمیم چې د افغانستان حکومت ونیسي، دوی تری ملاتړ کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دی له ناټو سره د ملکي تلفاتو په اړه غږیدلی، وویل چې دا موضوع یې هم د کاري اجنډا برخه ده او په اړه به یې غوره کارونه تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG