د چهارشنبې په ورځ، فلسطیني وسله وال د غزی څخه د اسرائیل جنوبي پولی ته نژدی شول او د وسلو په یوه ډیپو یې حمله وکړه او دوه ملکي اسرائیليان یې ووژل.
د غزی او اسرائیل ترمنځ په دغه نهال اوز نومي سرحدي پوله تیره شپه ډیر کسان وژل شوي او ټپي شوی دي.
د اسرائیلي پوځ په وینا دوه برید کوونکي د پوځ لخوا ووژل شوو، خو دوه نور ملگري یې بیرته غزی ته وتښتیدل.
د روغتون مامورین وایې د اسرائیل الوتکو د پیښې لږ وروسته د غزی څنډو ته هوایې بریدونه وکړل چې له امله یې دری ملکي کسان یو وسله وال ووژل او لس نور کسان یې ټپیان کړل.
پر اسرائیلو د برید مسولیت د اسلامي جهاد او یوی بلی وسله والی ډلې په غاړه اخستی.