د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیې کې د مرغانو د انفلونزا ویره


په روسیې کې د عاجلو حالاتو د وزارت مامورین وايي چې دوی د ختیزې سیمې په پرایمورسکي کې یو کلی د مرغانو د والگۍ له ویرې قرنطین کړی دی. مقاماتو نن جمعه ویلي دي چې په سیمه کې څلویښت چرگان د پنجشنبې په ورځ وژل شوي دي.

لمړني څېړنې ښيي چې دغه چرگان د اچ پنځه ان یو د خطرناکې ناروغۍ په سبب مړه شوي دي. نورې معاینې هم شوي دي ترڅو دا خبره یقیني کړي چې ایا د مرغانو انفلونزا حقیقتاً په سیمه کې خپره شوېده که نه؟

د نړی روغتیايي سازمان وايي تر اوسه پورې ٢٣٨ کسان د نړی په گوټ گوټ کې د ٢٠٠٣ کال راهیسې د مرغانو ددغه ناروغۍ په سبب مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG