د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان عسکرو د ملگرو ملتونو دوه ماموران راخوشى کړل


نن ددوشنبى په ورځ د پاکستان عسکرو په قبېلوى سېمه کې له ېوه ساعت اوږدې جگړې نه وروسته د ملگرو ملتونو دوه ماموران له برمته کوونکېو نه را خلاص کړل. د غه قبېلوى سېمه ېعنى د خېبر دره د افغانستان سرحد ته نېژدى پرته ده. د ملگرو ملتونو د غو مامورانود خېبرد رى له لارې افغانستان ته سفر کاوه چې وسله والو ونېول.

د امعلومه نده چې وسله والو له اسلامى ډلو سره تړاو درلود او که د اکار ېې د بونگې لپاره کړى و او د جناېتکارانو د ډلى غړى ول. ددغې سېمى ځاېې چارواکى وايي چې ېو پاکستانى عسکر په دغه جگړه کې مړشو او څو تنه نور زخمى شول. د ملگروملتونو دغه دوه ماموران چې د ملگرو ملتونو په نړېوال خوراکى پروگرام کې کارکوى دواړه د پاکستان دى. په هغه نښته کې چې ددوى د خلاصون لپاره وشوه دواړه روغ رمټ دى او څه تاوان ندى وررسېدلى. .

رپوټ وايي څه موده مخکى دافغانستان لپاره د پاکستان سفېر هم په همدغه لاره باندى برمته شوى و. هغه هم د خېبر په لاره له پاکستان نه افغانستان ته سفر کاوه. دغه سفېر طارق عزېزالدېن په ېوه وېډېوکې چې د العربېه تلوېزېون د شنبى په ورځ خپره کړه را ښکاره سو . هغه ووېل چې د ى افراطى طآلبانو برمته کړى دى.

XS
SM
MD
LG