د لاس رسي وړ اتصالات

دوو انتحاری حملو نورملکي کسان وژلي


د افغانستان په جنوب کی په دوو انتحاری حملو کی پنځه کسان وژل شوی دي او اولس کسان زخمېان شوی دی،چه طالبانو ېې مسوولېت په غاړه اخېستلی دی.

د کندهار والی اسدالله خالد واېې چه ېوه حمله کوونکي خپل ځان پوری تړلی بم نن د سېپن بولد په بازار کی وروسته دهغې خلاص کړ چه پولېسو وپېژنده او کوښښ ېې وکړ چه ژوندی ېې ونېسی.

دری ملکی خلک په لومړئ حمله کی ووژل شول او څوارلس کسان زخمېان شول. په زخمی شوو کسانو کی دافغانستان دپولېسو داستخباراتو څو تنه مامورېن هم شامل دي.

په عېن وخت کی په هلمند کې د پولېسو په ېوه قوماندان باندی د ېوی ناکامې قاتلانه حملی په دوران کی دوه پولېسان ووژل شول.

د گرشک ولسوالئ د پولېسو قوماندان چه نوم ېې نه دی اخېستل شوی واېې ېو سړی چه بم ېې په خپل ځان پوری تړلی ؤ پېاده ېې نن سهار دوخته دده په لوری ځان رانژدی کړ او خپل بم ېې خلاص کړ چه په نتېجه کی دوه پولېسان مړه او دری تنه ېې زخمېان کړل. طالبانو ددغی انتحاری حملی مسوولېت په غاړه اخېستی دی. په هلمند کی دا ډول انتحاری حملی پخوا هم شوی وې.

له بلی خوا نن په کونړ کی پنځه پولېسان هغه وخت ووژل شول چه طالبانو ېې په پوسته باندی حمله وکړه.په دغه حمله کی دېارلس طالبان هم وژل شوی دی.

طالبانو سږکال د ژمی دتېرېدلو نه وروسته خپلی حملی زېاتی کړی دی.په کابل کی د اېساف دنړېوالو قواو نطاق برېد جنرال کارلوس برانکو په ېوه مطبوعاتی کانفرانس کی خبرېالانو ته ووېل چه د تازه حملو نه داسی ښکاری چه طالبان غواړي د بېا ابادئ او ودانئ کار گډوډ کړی.طابلانو قول کړی دچه سږکال به په ټول افغانستان کی د افغانستان د حکومت د خمتمولو او او افغانستان نه د امرېکا په مشرئ داېتلافی قواو د وېستلو لپاره خپلی حملی زېاتی کړی.

XS
SM
MD
LG