د عراق د صدر اعظم پخواني مرستیال، طارق عزیز، په کال نونلس دوه نوی کې د دوه څلویښت سوداگرو د اعدام په تور نن محاکمه کیږي.
عزیز په نړیواله کچه د صدام حسین د کلک ملاتړي په توگه پیژندل کیږي چې په کال نونلس یو نوي کې پر کویت باندی د عراق د یرغل او د خلیج د جگړې په ترڅ کې یې پر امریکا سخت انتقادونه کول.
هغه وروسته د صدر اعظم مرستیال وټاکل شو او په م م او نورو نړیوالو رسمی ځایونو کې یې د عراق استازیتوب کو.
عزیز د پنه کالو لپاره بی له کومې مشخصی سزا په زندان کې تیر کړل، او د روغتیایې حالت نه شکایت هم لري.
که چیرته پر عزیز جرم تثبیت شي، نو د مرگ په سزا به محکوم شي.