د لاس رسي وړ اتصالات

رایس: د ځوانو فلسطینیانو په منځ کې د اسرائیل سره د سولې د تړون هیلې د منځه تلو په حال کې دي


د امریکا خارجه وزیرې کندا لیزا رایس د سه شنبې په ورځ د امریکایي یهودیانو یوی غونډې ته په خطاب کې وویل چې د ځوانو فلسطینیانو په منځ کې د اسرائیل سره د سولې د تړون هیلې د منځه تلو په حال کې دي.

د امریکایې یهویانو کمیټې په یوسلو دویمه کلنۍ غونډه کې میرمن رایس وویل چې د هغه په عمر چې دری پنځوس کاله عمر لري ډیر فلسطینیان دا خبره کوی.

خو رایس وویل چې د ټولو خبرو سره سره به د حماس وسله والې ډلې سره چې سخت دریځه تگلاره لري، د بوش حکومت به کومه معامله ونکړي.

میرمن رایس په اسرائیل غږ وکړ چې د هغه په وینا چې مشکله پریکړې فلسطین اړ باسي چې په خپل گاونډ کې د یو هیواد اعتبارته قائیل شي.

XS
SM
MD
LG