د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره د سولې د خبرو لپاره منځني ختیځ ته تللې


د متحده ایالاتو د دفاع وزیره، کنډولیزا رایس نن د شنبې په ورځ په دې نیت منځني ختیځ ته تللې چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د روان کال تر پایه پورې د سولې د تړون رامنځته کیدل یقیني کړي. په پام کې ده چې میرمن رایس نن د اسرائیلو له صدراعظم ایهود اولمرت سره په بیت المقدس کې وگوري.

وروسته به هغه په لویدیځې غاړې کې د راملله ښار ته سفر وکړي او د فلسطین له جمهور رئیس محمود عباس سره به وگوري. د بهرنیو چارو وزیره به پر دواړو خواوو زور واچوي چې په راتلونکي میاشت کې سیمې ته د جمهور رئیس بوش له سفر مخکې، خپلې امنیتي او اقتصادي چارې تقویه کړي. سیمې ته د میرمن رایس له رسیدو وړاندې، نن د شنبې په ورځ د محمود عباس حکومت د اسرائیلو په همکارئ د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې په سلگونو پولیس ځای په ځای کړي دي.

دا د جمهور رئیس محمود عباس لخوا د هغه کمپاین یوه برخه ده پدغه سیمه کې نظم او قانون عملي کړي. د جنین ښار له ډیر پخوا راهیسې د فلسطیني جگړه مارانو مرکز و. اسرائیلو ویلي د سیمې د عمومي امنیت ساتل پر خپله غاړه اخلي. متحده ایالاتو، اروپايي اتحاد، روسیې او ملگري ملتونو پر اسرائیلو غږ کړی چې په لویدیځه غاړه کې د خپلو خلکو له ځای په ځای کولو څخه ډډه وکړي. دوی همدارنگه له فلسطیني مقاماتو غوښتي چې د تروریزم سره د جگړې په برخه کې پر خپله وعده وفا وکړي.

XS
SM
MD
LG