د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قواوو په ننگرهار کې یو شمیر جگړه ماران وژلي


د امریکا په مشرئ ایتلافي قواوې وايي دوی د افغانستان په ختیځ کې څو تنه جگړه ماران وژلي دي او بل خوا د ملک په جنوب کې د سرک د غاړې د یوه بم چاودنې پنځه کسان زخمي کړي دي.

د ایتلافي قواوو لخوا یوه خپره شوې اعلامیه وايي، جگړه ماران د دوشنبې په ورځ د ننگرهار په ولایت کې د یوې حملې په ترڅ ووژل شول.

اعلامیې د وژل شوو جگړه مارانو شمیر ندی ښودلی. اعلامیه همدارنگه وايي، ایتلافي قواوو یو شکمن کس نیولی چې گمان کیږي په سیمه کې یې له خارجي جگړه مارانو سره مرسته کوله.

بل خوا، د افغانستان په جنوب کې، پولیس وايي د سرک د غاړې د یوه بم چاودنې د درې پولیسو په گډون پنځه کسان زخمي کړي دي. پیښه نن د سه شنبې په ورځ د کندهار د ښار دباندې رامنځته شوه.

چارواکي وايي، بم هغه وخت وچاودید چې له سمیې څخه د پولیسو یو موټر تیریده. دغه موټر د پولیسو د تربیې مرکز ته روان ؤ.

تر اوسه هیچا د پیښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی، خو پر ملي پولیسو باندې د ورستیو حملو پړه پر یاغي طالبانو وراچول کیږي.

پولیس د افغانستان د نورو قواوو په پرتله کمه عسکري روزنه لیدلې ده. په دې وروستیو شپو ورځو کې د افغانستان په جنوب کې د یاغي طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG