د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: اوباما په شمالي کارولینا کې په غټ اکثریت وگټل


په دیموکرات گوند کې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدۍ په سیالۍ کې، براک اوباما په شمالي کارولینا کې انتخابات په غټ اکثریت وگټل، او د اندیانا په ایالت کې یې په ډیرو کمو رایو وبایلل.

دا بریاوې کیدای شي د هغه د نومول کیدو په لړ کې ستر رول ولوبوي. سناتور براک اوباما چې د ورځي د پیلیدو نه مخکې هم تر خپلې سیالې وړاندي وو، د ورځې په پای کې یې وویل سیاله یې یو ځل بیا هدف ته د رسیدلو لپاره د بري په لاس ته راوړو کې پاتي راغله.

بلخوا سناتورې هیلري کلنټن وویل هغه به د دیموکرات گوند له لوري د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدو مبارزې ته په خپل ټول قوت سره ادامه ورکړې.

شمالي کارولینا او د اندیانا ایالتونه د یو بل نه ډیر لري دي، او یو شمیر واضحه توپیرونه لري. اوباما په شمالي کارولینا کې انتخابات د افریقای الاصله امریکایانو د رایو په مټ وگټل.

هغه د بري نه وروسته یوې غونډې ته وویل: ”ماته په دې ستر ایالت کې د بري په رابښلو زه ستاسي نه مننه کوم."

اوباما د بري د نمانځنې په دې عونډې کې زیاته کړه چې د گوند له لوري د کاندید په صفت د نومول کیدو لپاره هغه یوازي ٢٠٠ نورو استازو ته ضرورت لري.

بلخوا اندیانا د متحده ایالتونو په مرکز کې موقعیت لري او یو لوی شمیر سپین پوسته کارگره طبقه اوسیدونکي لري.

په دې ایالت کې هیلري کلنټن بریالۍ شوه او هغې وویل: ”ستاسي نه مننه کوم او په پوره قوت سره د سپینې ماڼۍ په لور روانه یم”

سناتوري کلنټن د مبارزې د ادامې په لړ کې د خلکو نه د مالي همکاري غوښتنه هم وکړه. په اندیانا کې د تیرو څو اونیو راهیسي د دواړو کاندیدانو کلکه مبارزه روانه وه او د کلنټن د ستر بري اټکل شوی وو.

کلنټن یې د انتخاباتو د ورځې پیل د خلکو سره په لیدو وکړ. هغې په خپله مبارزه کې په تیلو باندي د فیدرالي مالیې د ختمولو ژمنه کړې ده.

همدا ډول براک اوباما سهار وختي د ښار په یو رستوران کې د چاې وڅکه او د خلکو سره یې روغبړ وکړ.

په شمالي کارولینا کې چیري چې اوباما واضحه اکثریت یووړ، خلک سهار وختي په اوږدو کتارونو کې ولاړ وو.

دی د خلکو توافقات لاس ته راوړي او زما په فکر نور کاندیدان د خلکو ترمنځ فاصلې ډیروي. که څه هم پرونۍ ورځ د اوباما په بري پای ته ورسیده، خو د هغه د کلیسا د پخواني مشر ستونزه لا هم په خپل ځای پاتي ده او لږ تر لږ نیمایي رای ورکوونکو په دې اندیښنه درلوده.

خو په خپله اوباما د بري نه وروسته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ته گوته ونیوله او وی وویل چې سناتور مکین د عراق، اقتصاد او انرجی په اړه د جمهور رئیس جورج بوش په څیر پالیسي لري.

اوباما: ”مونږ دا نشو زغملی چې د جورج بوش د پالیسو د دوام لپاره جان مکین ته نوبت ورکړو. مونږ بدلون ته اړتیا ته لرو او د همدې لپاره به موږ په انتخاباتو کې یوموټۍ یو.”

سناتوري کلنټن هم په گوند کې وحدت خبره وکړه: ”که هر څه وشي، زه به بیا هم د دموکرات گوند د کاندید لپاره کار وکړم ځکه موږ باید عمومي انتخابات په هر صورت وگټو.”

د دموکرات گوند د کاندیدانو ترمنځ به په پنځو نورو اایالتونو کې هم انتخابات وشي خو داسي نه ښکاري چې یو هم د استازو ټاکل شوی شمیر ترلاسه کړې او د گوند مشران وایي په پای کې به د گوند د فوق العاده استازو رایې اساسي رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG