د لاس رسي وړ اتصالات

آسترالیا په افغانستان کی د خپلو عسکرو په باب تحقیقات کوی


د آسترالیا اردو د هغو آوازو په باب تحقیقات کوی چی وایی عسکرو یې په افغانستان کی د بندیانو سره بده رویه کړې ده . اردو دا اعلان نن د جمعې په ورځ وکړ او ویې ویل چی دا خبره په دې وروستیو وختو کی د یوه افغان لوړ رتبه نظامي قوماندان له خوا په یوه غونډه کی شوې ده .

د آسترالیا ددفاع د وزارت چارواکو ددې خبري توضیحات ورنه کړل ، مگر ویی ویل چی هغه د مشکوکو یاغیانو په ارتباط شوې ده . د استرالیا د رادیو په یوه رپوټ کی ویل شوي دي چی دا موضوع هغه وخت یاده شوه چی تیره میاشت یو استرالیایي عسکر د یاغي طالبانو سره د توپکو په جگړه کی ووژل شو او څلور تنه طالبان ونیول شول .

د آسترالیا ددفاع د قواو یوه نطاق وویل چی دا موضوع ډیره جدی ده . هغه وویل چی استرالیایي عسکرپه دې باب چی د بندیانو سره څنگه ښه او بشري رویه وشی ، ډیر ښه روزل شوي دي .

XS
SM
MD
LG