چین زلزله ځپلو سیمو ته د هوا د لارې مرستی رسول پیل کړي او د رپوټونو پر اساس د وژل شوو کسانو شمیره نژدی شلو زرو ته رسیدلې.
ژغورونکی ډلې زیار باسي هغو کلو ته مرسته ورسوي چې د زلزلې له امله ویجاړې شوي.
د لټونې پر مهال د ژغورنې عملیې داسې کلی وموند چې په سلو کې اتیا نفوس یې تلف شوی دی.
په دې توگه د دوشنبې د ورځې په زلزلې کې د وژل شوو کسانو رسمي شمیره پنځه لس زرو ته رسیدلې.
داسې ویره شته چې تلفات به د رسمي احصایي په پرتله زیات وي. پوځي او ملکي ژغورونکی ډلی لاهم د نړیدلو ودانیو لاندې د زلزلی د قربانیانو پسی گرځي.