ددوشنبې په روځ د میان ینگ په ښار کې د بییچوان د منځني ښوونځي زلزله ځپلِي زده کونکي په هماغه ښار کی د ژغورل شویو یوه پناه ځای ته چی ددوی دپاره برابر شوی و، یوړل شول.
دغې زلزله چی یوه اونی مخکی پیښه شوه په همدې ښوونځي کی شا و خوا دوه زره تنه زده کونکی ووژل.
د اسوشیتد پرس خبری اژانس پدی پناه ځای کی زلزله ځپلی وښودل چی شمیر یی دولس سو تنو ته رسیږی.
دا د بییچوان په ولسوالۍ کی د دریو ښوونځیو نه را غونډ شوی زده کونکی دي چی ددې ناورین له امله سخت ځپل شوی دی.
بل پلو د چین حکومت نن پدی زلزلې کی د مړو شمیر نهه دیرش زرو پنځه سو ته اوچت شوی دی.