د لاس رسي وړ اتصالات

د نړی تر ټولو ډیر میلیاردران اوس په مسکو کی ژوند کوی؟


د نړی تر ټولو ډیر میلیاردران اوس په مسکو کی ژوند کوی، چی عمده علت یی هم پدی هیواد کی د اقتصاد پیاړتیا ده.

لوړی ودانی جوړی او پدی ډول سره اوس مسکویان پدی ډار کی دی چی کواکی ددی ښار لرغونتوب به د زمانی په تیریدلو سره له منځه لاړ.

مسکو: هری خوا ته جگی جی ودانی، هوټلونه، مغازی، مختلفه مرکزنه دا ټول د هغه ښار نوی څیره ده چی ٩٠٠ کاله مخکی منځ ته راغلی دی.

ددی جگی ودانی شاته به ډیر ژر بله جگه ودانی سر اوچت کړی. دا چی د فدراسیون په نامه یادیږی ٥٠٣ متره به جگوالی او ٥٣ پوړونه لری. داسی لفت پکی جوړ شوی چی ٦۴ کیلو متره په ساعت کی سرعت لری.

ارمن سیتپ د هغهی کمپنی د ویاند په صفت دنده تر سره کوی، کوم چی همدا اوس پری کار کیږی. هغه وایی چی دا اسمان خراش جوړول د قدرت معنا لری. که دا هیواد کم او یا زیات قوت او پیسی ولری، خو بیا هم هغوی غواړی چی اسمان خراشونه جوړ کړی.

مگر د یوه کوچنی اپارتمان په جوړولو چی ١٠٠ مربع متره لوی ولری د دری ملیونو څخه ډیر پیسی پری لگیږی چی په روسیه کی د یوه عادی کارگر ۴٧٠ کلونو معاش کیږی.

خو مگر که ددی ټولو شیانو سره بیا هم ډیر خلک غواړی چی کورونه واخلی. او دا هم باید زیاته کړو چی په تیرو شپږو کلنو کی د ملکیتونو قیمتونه ۴٠٠ فیصده جگ شوی دی.

په تیرو څو کلنو کی د ٢٠٠٠ کاله رانیولی هرکال د ٢٠٠ نه تر ٣٠٠ تاریخی ودانی له منځه ځی او نوی ودانی یی ځای نیسی. دا یوه معلومه خبره ده چی په راتولنکی لسو کالونو کی به ټولی زړه ودانی د کرملن په شمول له منځه لاړی شی.

د کریملین د منځه وړلو کوم پلان نشته خو تر دوه زره نهم کاله پوری به په پستکارتونو کی د د روسی د پایتخت منظره بل ډول وی. همدارنگه د هغی سره به سم د د روسی پخوانی نظامی سور نشان هم تغیر مومی.

چی د هغی سره سم به د فدراسیون د زړی ودانی څراغونه به هم تغیر مومی. او ځای به یی د دی هیواد نوی مالی نشان ونیسی.

XS
SM
MD
LG