د لاس رسي وړ اتصالات

داکتر سپنتا - د یاغیانو سره د پاکستان د خبرو په باب اندیښنه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، رنگین دادفر سپنتا، د اسلامي یاغیانو سره د پاکستان د نوي حکومت د روانو خبرو او د سولي د احتمالي تړون په باب، اندیښنه ښوولې ده.

هغه پرون د سه شنبې په ورځ په کابل کی خبریالانو ته وویل چی د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سیمو کی د یاغیانو سره د اسلام آباد د تړون په نتیجه کی په افغانستان کی د یاغیانو حملې زیاتي شوي دي.

ښاغلي سپنتا وویل چی کابل مخکي لا په دې باب اسلام آباد ته اطلاع ورکړې ده. د فرانسې خبري آژانس د سپانتا له قوله وایی چی په دې کی شک نه سته چی دروغي جوړي خبري د تروریزم سره په جگړه کی ډیري مهمي دي، مگر تروریستانو ته د ماتي ورکولو د پاره باید چی دغه دواړه ملکونه په گډه کار وکړی.

سپنتا وویل چی سوله او جگړه په عین وخت کی امکان نه لری.

او د امریکا لوړ رتبه چارواکی هم وایی د بش حکومت د پاکستان نوي اییتلافي حکومت ته چی غواړی د افغانستان سره په سرحدی برخه کی فعالو تندلارو سره مذاکراتوته کینی، ددې خبرو په ضد خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال، جان نیگروپانتی پرون د کانگرس په یوه استعمایه غونډه کی وویل دا معامله به تیرورستانو ته د نورو حملو موقع او وخت ور په لاس کړی.

XS
SM
MD
LG