د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان نوی جمهور رئیس د ملک د متحد کولو له ستونزې سره مخ دی


نن د لبنان د نوي جمهور رئیس، میشل سلیمان د کار لومړۍ ورځ ده. هغه د خپل ملک چې کورنۍ جگړه پکې روانه ده، د متحد کولو له ستونزې سره مخ دی.

یوې پوځي قطعې په بیروت کې ښاغلي سلیمان ته ښه راغلاست ووایه او ارگ ته د هغه د رارسیدو پر وخت د توپ ٢١ فیره وشول.

د لبنان پارلمان د یکشنبې په ورځ د عربي هیوادونو په منځگړیتوب د یوې پریکړې سره سم د ملک د پوځ پخوانی قومندان د جمهور رئیس په توگه وټاکه تر څو له دې لارې په ملک کې د تیرو ١٨ میاشتو راهیسې روان سیاسي بحران پای ته ورسیږي.

د جمهور رئیس سلیمان لومړنی مارموریت دا دی چې په ملک کې داسې یو متحد حکومت رامنځته کړي چې د حزب الله په مشرئ د حکومت مخالف اتحاد به پکې د ویټو کولو حق ولري.

XS
SM
MD
LG