د لاس رسي وړ اتصالات

چېن کوشش کوى چې له زلزلى نه وروسته د ناروغېو د خپرېدولو مخنېوى وکړى


د چېن چارواکى وايي دوى ډېر پراخه کوششونه ددى لپاره پېل کړېدى چې له زلزلى نه خوندى پاتى شوي کسان د ناروغېو او سېلابونو له خطر نه چې د نورو مرگونو او خرابېو سبب کېدلى شى خوندى وساتى.

له بله پلوه سرکا رى خپرونو نن بېا اعلان وکړ چې د مى ددولسمى نېټى د زلزلې له امه د مړ شمېر ٦٧ زرو ته رسېدلى دى. نېژدى ٢١ زره خلک لادرکه دى.

د چېن د روغېتا وزارت ېو چارواکى نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې دوى په ډېره دقېقه توگه د سېچوان په اېالت کې د حالاتو څارنه کوى.

هغه ووېلد اسهال، سل مرض، اوزېړى په ناروغېو داخته شوو کسان په شمېر کې له زلزلى نه را په دېخوا زېاتوالى راغلى دى.

د چېن سرکارى خپرونى وايي په عېن حآل کې عسکر و په دې پېل کړېدى چېې نور اتېا زره کسان د هغه لوې ډنډ نه لاندې سېمونه وباسى چې اوبه ېې ورځ په ورځ زېاتېږى. دغه لوى ډنډ د زلزلې له امله د زمکى د ښوئېدلو په سبب جوړ شوېدى.

د زېنهوا خبرى اژانس نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې تقرېبا اوېا زره کسان له خپلو کورونو نه چې د زلزلې نه وروسته جوړ شوي ستر ډنډ په شاو خواکې پراته دى اېستل شوېدى.

د زېنهوا خبرى اژانس وايى د خلکو د اېستلو کارونه باېد له نېمى شپې نه مخکى بشپړ شى ځکه چې ترهغې وروسته به عسکر په ېوه بند کې د او بو د خوشى کولو لپاره ېوه کنترول شوې چاودنه وکړى چې ېو څه اوبه ترېنه ولاړې شى.

خبرى اژانس وايي چې ېو ملېون په شاوخواکې خلکو داېستلو لپاره اړتېا لېدل کېږى. رپوټ وايي چې ددوشنبې په ورځ د سختو توپانونو له امله هېلېکوپټرونو نشواى کولى چې هغه درانه وساېل هلته ورسوى چې د اوبو مخه بلې خواته وگرځوى، چى په دغه لوى ډنډ کې اوبه کمى شى.

XS
SM
MD
LG