شین رنگ سږ کال د کال رنگ شو. شین رنگ د طبابت له لحاظه په اعصابو ډیر ښه تاثیر لری.
په واشنگټن ډی سی کی یو داسی یو موزیم جوړ شوی چی ټول پکی شین رنگ څخه استفاده شوی ده.د شنو رنگونو ننداره، اغیزی یی په کلتور، او په ټکرانو کی له هغه څخه استفاده د تاریخ په اوږدو کی تل رواج لری دی. دا نندارتون په ټوله نړی کې له ابي رنگ سره د خلکو د مینې ښکارندوی دی.
لی تالبات په واشنگټن ډی سی کی د ابی رنگه منسوجاتو د موزیم مرستیال دی. هغه وایی په ټکرانو کې ځکه د ابی رنگ څخه ډیره استفاده کیږی چې دا رنگ د انسان د روحي ارامتیا سبب گرځی.
په ټولنه کې مختلف رنگونه د انسانانو په رواني حالت باندی ډول ډول تاثیرات لری. شین رنگ معمولاً د ارامش سبب گرځی چی په عمومی ډول سره ورته د ارامونکی رنگ په سترگه کتل کیږی.
نړی پیژتدونکی پدی عقیده دی چی رنگونه د انسانانو لمړنی تجربې گڼل کیږي. وینه او اور د سور رنگ سره تشبح کیږی او سور رنگ د خطر او ناارمی سره.
خو بل خوا ته بیا شین رنگ د اسمان او د اوبو سره تشبح کیږی چی د ژوند او ارامش معنا لری. په اوسني وخت کې د ټکرانو د رنگولو لپاره د کیمیاوی موادو څخه استفاده کیږي، په داسې حال کې چې د پیړیو راهیسې به خلکو د نیل په شان له طبیعی رنگونو څخه استفاده کوله.
سږ کال د شین رنگ څخه ډیره گټه اخیستل شوی ده. په نړیواله کچه طراحان او هنرمندان د نړی د وضیعت د ارامش په موخه شین رنگ ته مخه کوی.