د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی، د بی امنیتی په چارو کی، 'دوه زره نوری وسله والې ډلی هم لاس لري'


د افغانستان حکومت وایی د وسله والو ډلو ترڅنگ په کابل کی د بی امنیتی په چارو کی دوه زره نوری وسله والې ډلی هم د ښار په جنایی پیښو کی لاس لري.

غیر قانونی وسله والو ډلو د منحلولو پروگرام (‎دایاگ‏)‎ تر اوسه دری سوه ډلی بی وسلی کړی دی.

دا اعلامیه د کورنیو چادو دوزارت مرستیال، منیر منگل او د ملگرو ملتونو عمومی منشی خاص استازی، کرستوفرالکساندر او د غیر قانونی مسلحو ډلو د انحلال په مقصد دارلانشا رئیس، عزیز احمد زي، په یوه گډ خبری کنفرانس کی وړاندی شوه.

مسول چارواکی وایی د دایاگ پروگرام تر اوسه پوری په یو دیرش ولسوالیو کی سر ته رسیدلای دی چی په لړ کی یی یو نیم زر کسان بی وسلی شویدی او څلویښت زره میله سپکه او درنه وسله هم را ټوله شوی ده.

د افغانستان حکومت وایی ددغو غیر قانونی وسله والو ډلو دو اویا تنه چی حکومتي کارکونکی دی، پیژندل شوی شپاړس تنه له کاره گوښه شوی او درویشت تنه یی په دایاگ کی شامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG