د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو مفتشان سورېې ته سفر کوى


د نړېوالى اټومى اېنرژى د څارنى ادارى دا خبره تصدېق کړه چې دوى به ددى مېاشتى په اخر کې سورېې ته د مفتشانو ېوه ډله ور ولېږى چې د هغو ادعا گانو په باب تحقېقات وکړى چې په پټه ېې دا ټومى ري اکټر د جوړولو کوشش کړى و.

ددغى ادارى رئېس محمد البرادعى نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې مفتشان به سورېې ته د جون په ٢٢مه نېټه ولاړشى او تر څلوروېشتم پورې به هغه ځاى معاېنه کړى چې د ېوې ادعا له مخى د اټومى ري اکټر د جوړولو ځاى و.

خو البرادعى داونه وېل چې سورېې ددغه ځاى د کتلو اجازه ورکړېده او که نه. دامرېکا د خارجه وزارت نطاق شان مکورمک نن سورېه دېته وهڅوله چې له مفتشانو سره په بشپړ ډول همکارى وکړى.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ویانا کې یو پنځه ورځنۍ غونډه پیل کړې ده. پدغه غونډه کې د ایران د اتومي فعالیتونو په باب بحث کیږي او پر هغو شکونو باندې غور کیږي چې وايي سوریې د یوه اتومي بټۍ د جوړولو کوښښ کړی دی.

ایران ټینگار کوي چې اتومي پروگرام یې د سوله ئیزو هدفونو لپاره دی او وايي د تهران په باب د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څارنې د ادارې د انتقادي رپوټ له خپرېدو وروسته کیدای شي له دغه ادارې سره خپله همکاري محدوده کړي.

د نړیوالې اتومي انرژئ د ادارې په رپوټ کې چې تیره هفته خپور شو، ویل شوي چې ایران د هغو شکونو په ځواب کې کافي شواهد ندي وړاندې کړي چې وايي تهران د اتومي وسلې د جوړولو کوښښ کړی دی.

د ملگرو ملتونو د اتومي انرژئ د څارنې د ادارې رئیس، محمد البرادعي د دوشنبې د ورځې په غونډه کې همدارنگه پر اسرائیلو او متحده ایالتونو ددې لپاره انتقاد وکړ چې د سورېې د مشکوک اتومي ریکتور په باب یې استخاباراتي معلومات له دغى ادارې سره نه دي شریک کړي او پر هغه ځای باندې یې مخکې له دې چې د اتومي انرژئ د ادارې لخوا وڅارل شي، حمله کړې ده.

محمد البرادعى دخپل مدېره هېئت پنځه دېرش کسېزې ډلى ته ووېل چې دا تاسف وړخبره ده چې په ېو طرفه ډول له قوت نه کار اخېستل شوېدى مخکى له دېنه چې دغى ادارى ته دا فرصت په لاس ورکړل شوى وى چې په سورېه کې ددغى مسلى په برخه کې حقاېق تثبېت کړى.

XS
SM
MD
LG