د لاس رسي وړ اتصالات

څنگه د نهنگانو او نورو بحری حیواناتو د ژوند په هکله معلومات حاصل کړو؟


د نشنل جوگرافیک د موسسی غړی گریک مارشال یو ساینس پوه، مخترع او فلم جوړونکی دی. شل کاله مخکی د لامبو وهلو په وخت کی یی دی ته پام شو چی ځینی مایان د نهنگانو سره یو ځای لامبو وهی.

ددی صحنی په لیدلو سره سمدستی پدی فکر کی شوم، که مونږ انسانان هم وکړای شو چی د نهنگانو سره یو ځای لامبو ووهو.

پدی توگه به مونږ وکړای شو چی د نهنگانو او نورو بحری حیواناتو د ژوند په هکله معلومات حاصل کړو.

گریک یوه کمره اختراع کړی چی د نهنگ، او کشپانو په شمول په څه د پاسه ۴٠ حیواناتو په بدن کې یې ځای پر ځای کړې ده.

هغه وایی: "پر نهنگانو باندی د کمرو په نصبولو سره مونږه باید ډیر محتاطه وسو. د کشتی په واسطه مونږ ځان نهنگ ته ورنژدی کوو، کمره په یوه غشي کې نښلوو بیا د نهنگ تر څنگ د لامبو په ترڅ کې په ډیر احتیاط خو په ډیره بیړه غشی د نهنگ په لور ولوو او په دې ډول کمره د نهنگ پر شا نصبیږي. هغه د کمری سره یو ځای لامبو وهی او دا کمره د بحر غږ او د نهنگانو ژوند ټول عکاسی کوی."

مارشال وایی چی د کمری نصبول دوه علته لری لمړی عینی تحقیقات او دوهم هغه شی چی مونږ یې له تحقیقاتو څخه لاس ته راوړو او خلکو ته یی نتیجی وړاندی کوو.

هغوی پدی پوهوو چی څنگه دا حیوانات ساتل کیږي، تر څو د هغوی نسل له منځه ولاړ نشی. دا ځکه چی ځینی بحری حیوانات مخ په کمیدلو دی.

ددی ماهیانو له جملی څخه اوس یواځی ١٢٠٠ ماهیان پاتی شوی دی. مونږ باید د هغو ځایونه پیدا کړو تر د هغوی په هکله څیړنی وکړو. مارشال وایی چی د هغه د تحقیقاتو اصلی هدف ددغو حیواناتو ژغورنه ده.

په نشنل جیوگرافیک موسسه کی مونږ غواړو چی پدغو څیړنو باندی پانگه واچوو، تر څو ددی موجوداتو په هکله ډیر معلومات پیدا کړو او د نړی ټول خلک پدی پوه کړو، تر څو ددغو حیواناتو د ژغورنې لپاره سره گډ کار وکړو.

مارشال پدی برخه کی ډیر پلانونه لری او ددی موسسی ساینس پوهان هم هڅه کوی چی په ارامه او پټه توگه د حیواناتو په نړی کی ور داخل شی او د هغوی په هکله معلومات پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG