د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې جمهور رئیس لبنان ته تللی


د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي ددې لپاره لبنان ته تللی چې د هغه ملک له نوي ټاکل شوي جمهور رئیس میشل سلیمان سره خبرې وکړي. ښاغلی سرکوزي نن د شنبې په ورځ وختي د لبنان پایتخت بیروت ته ورسېده.

دده ددغه یو ورځني سفر هدف دا دی چې په لبنان کې د یوه خونړي سیاسي بحران وروسته د هغه ملک خلک ملي یووالي ته وهڅوي. هغه ویلي چې فرانسه په لبنان کې د یووالي ملاتړ کوي. له هغه راهیسې چې میشل سلیمان د مۍ په ٢٥مه د عربي هیوادونو په منځگړيتوب د لبنان جمهور رئیس شو، د فرانسې جمهور رئیس لومړني د لویدیځ رهبر دی چې لبنان ته سفر کوي.

د جمهور رئیس سرکوزي سره په دغه سفر کې، د فرانسې صدراعظم فرانکویس فیلون، د بهرنیو چارو وزیر برنارډ کوشنیر او د فرانسې د ټولو مهمو سیاسي گوندونو استازي ملگري دي. ټاکل شوې ده چې دغه هیئت به د مخالف شعیه گوند حزب الله په گډون د لبنان د ١۴ گوندونو له استازو سره وگوري.

XS
SM
MD
LG