د امریکا د جمهور رئیس میرمن، لارا بوش په افغانستان کې ده او په خپل سفر غواړي د افغانستان سره د لا مرستو جلبولو لپاره د نړیوالې ټولنې پام واړوي.
میرمن بش چې افغانستان ته یې دا دریم ناڅاپي سفر دی، غواړي په هغه هیواد کې د پرمختگونو په اړه خبرې وکړي او د یو سرک د پرانستنې ترڅنگ د ځنو پروژو نه لیدنه هم وکړي.
همدا رنگه هغه به د پولیسو په اکاډمي کې د ښځو د استخدام لیدنه هم وکړي.
میرمن بوش د هیلي کوپتر په وسیله د کابل نه د بامیان پر لور ولاړه چې د هوا څخه د بامیانو د دوه هغو بوتانو لیدنه وکړی چې په کال دوه زره یو کې د طالبانو لخوا نړول شوي وو.
میرمن بوش افغانستان ته په خپل نهه ساعته سفر کې د جمهور رئیس حامد کرزي او په هغه هیواد کې د امریکایې عسکرو سره هم ولیدل.
میرمن لاره بوش افغانستان ته په داسی وخت کې سفر کوي چې په پاریس کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د افغانستان سره د مرستې نړیوال کنفرانس جوړیږي چې امریکا نړیواله ټولنه هڅوی چې د افغانستان سره خپلې مرستې گړندۍ او زیاتې کړي.
د جمهور رئیس کرزي نه په ملاتړ میرمن بوش وویل دا به سمه نه وي چې د افغانستان موجوده ستونزې ټولې په جمهور رئیس کرزي واچول شي.
میرمن بوش وویل ښاغلی کرزی د داسی یو هیواد مشر وټاکل شو چې ټول ویجاړ شوی و. میرمن بوش به د کابل نه وروسته سلوینیا ته ولاړه شي او د هغه ځایه به د خپل میړه جمهور رئیس جورج بوش سره په اروپایې غونډه کې د گډون لپاره حرکت وکړي.