د افغانستان د فوتبال ملي تیم، د جنوبی اسیا د فوتبال د فدراسیون په لوبو کی د گډون د پاره په سريلانکا کې دی.
د جنوبی اسیا اته هیوادونه په دوه و ډلو اې او بي کی لوبی تر سره کوی. افغانستان خپلې دوه لوبی د سریلانکا او بنگله دیش د تیمونو سره مساوی پای ته رسولي دي او دریمه به نن د بوتان د تیم سره وکړې.
داسي ښکاري چې افغانستان به نیمه پای لوبو ته ورسیږي.
بل خوا، نن د ویانا او کلاگن فرت پر سړکونو باندی د فوتبال د مینه والو گڼه گوڼه وه ځکه په اتریش کی د فوتبال د مسابقاتو د اروپایی جام لوبی پیل شوی.
د اتریش په پایتخت کی نن ددې مسابقاتو لومړی لوبه د ویانا او کرویشیا ترمنځ تر سره شوه.
جرمني به د پولند سره په کلاگنفرت کې لوبه وکړي. د کرویشیا د تیم مینه وال د ویانا سړکونو را وتلي و چی تر څو د خپل تیم سره خپل ملاتړ څرگند کړی.