د لاس رسي وړ اتصالات

د شکمنو ترهگرو باندي له زور کار اخیستول د استخباراتي مالوماتو لپاره څه 'مثبتې' نتیجې نه دي ورکړې


د امریکا د ایف، بي، ای یو پخوانی پلټونکی وايي د امریکا د پلټونکو لخوا د شکمنو ترهگرو باندي له زور کار اخیستول د استخباراتي مالوماتو لپاره څه مثبتې نتیجې نه دي ورکړې.

دغه ایجینټ چې د القایده د غړو څخه یې پلټنې کړې دي وايي د زور تاکتیکونو کېدای شي د جهادیانو شمېر نور هم ډېر کړی وي چې په امریکا بریدونه وکړي.

کله چې په کال ٢٠٠۴ کې د عراق د ابوغریب زندان څخه د شکنجه کېدو عسکونه راووتل نو نړۍ حق حیرانه پاتې شوه. له دغې رسوايي وروسته په امریکا کې د گونټامو د بندیانو څخه د پلټنو په هلکه هم بحثونه پیل شول، چې پکې په اوبو کې د ډوبه ولو تاکتیک هم شامل و.

د سنا د مجلس کمېټې د ایف، بي، ای له یوه پخواني ایجنټ جیک کلونن څخه چې د بن لادن د ډلې څخه په پلټنو گمارل شوی و، پوښتنې وکړې.

هغه و ویل د زور تاکتیکونو څخه کوم د باور وړ د استخباراتي مالوماتو نه دي ترلاسه شوي. او کېدای شي د ترهگرو د یوه نسل د زېږنگدې سبب گرځېدلي وي.

جېک کلونن: "زه باور لرم چې زمونږ په هیواد به د غچ اخیستې یو ډېر درده ونکی برید وشي. دا د جهادي شهیدانو یو نوی نسل دی چې د ابوغریب انځورونو اغېزه باندې کړې او دم گړۍ چې مونږ غږیږو هغوی د امریکایانو د وژلوپلانونه جوړه وي."

کلونن چې اوس د یوه امنتي شرکت مشر دی د سنا د مجلس کمیټې ته و ویل چې له ترهگرو څخه د پوښتنو گروېږنو ترټولو ښه لاره دا ده چې سړی هغوی زړه ته نږدې کړي.


کلونن: "د القایده یو غړي دې ته تیاره ول چې له هغه مالومات وخیستلای شي ډېر ستونزمن کار دی، خو ناممکن نه دی. ما د القایده داسې غړي ولیدل چې له بن لادن سره یې د وفادارۍ لوړه کړې وه، خو له دې کبله چې انساني سلوک ورسره وشو، هغوی له ایف، بي، ای سره پوره مرسته وکړه."

د کلون شاهدي په داسې حال کې وړاندي شوه چې د عدلیې د وزارت په هغه رپوټ غور کېدو چې وايي د بوش حکومت له شکمنو ترهگرو څخه د پلټنو په وخت د زوره څخه د کار اخیستنې د خطر څخه د ایف، بي، ای خبرداري ته غوږ نه و نیولی.

ستر پلټونکي گلین فاین وویل چې دوی خپلې اندېښنې د پینټگان لوړپوړو چارواکو ته ور رسولې دي.

گلین فاین: "دوی خپلې اندېښنې د دفاع وزارت ته وړاندې کړې وې، تر کوم ځای چې مونږ خبر یو، هغوی غوږ گوڼ پرې اچولی و. او د دفاع وزرات په خپله ستراتېژي کې کوم بدلون نه و راوستی."

فاین و ویل چې د ایف، بي، ای ایجنټان باید د ترهگرو څخه په پوښتنو گروېږنو کې ونډه واخلي، خو د ایف، بي، ای مشر رابرټ ملر په کال ٢٠٠٢ کې ایجنټانو ته ویلي و چې له زوره دې کار نه اخلي.

پنټاگون په کال ٢٠٠٣ کې شکنجيي تاکتیکونه بند کړل. خو جمهور رئیس بوش هغه قانون ویټو کړ چې، سي، ای، اې له دې منع کوي چې په ابو کې د ډوبه ولو په څېر تاکتیکونو نه کار وا نخلي. که څه هم سي، ای، اې په کال ٢٠٠٦ کې په ابو کې د ډوبولو تاکتیک پرې ایښی، خو د بوش حکومت وايي پلټونکي په راتلونکي کې هم په یوه صورت چې جمهور رئیس اجازه ورکړي، ترې کار اخیستای شي.

XS
SM
MD
LG