پاکستان د افغانستان سفیر خپل د بهرنیو چارو وزارت ته
احضار کړی او د کرزي د هغه اخطار په باب یې ورته احتجاج کړی چې ویلي یې دي په یاغي
طالبانو پسې به پاکستان ته عسکر ولیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن افغان سفیر، انور
انورزی ددې لپاره غوښتی و چې په مخکې یې د جمهور رئیس کرزي وروستۍ بیانیه رد کړي
او ورته ووايي چې دوی د خپل ملک د ارضي تمامیت ساتنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمهور
رئیس کرزي وروستئ څرگندونې اخطار گڼلی.
جمهور رئیس کرزي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل ددې
امکان شتي چې افغانستان د یاغي طالبانو د هغو رهبرانو د نیولو لپاره عسکر ولیږي چې
په پاکستان کې پټ شوي دي. هغه وویل، نور د پاکستان له خوا په خپل ملک کې پر افغان
او ایتلافي عسکرو باندې بریدونه نشي زغملای.
د امریکا جمهور رئیس جورج بوش نن په لندن کې وویل چې دی د
ښاغلي کرزي په اندیښنه پوهیږي خو دا یې ونه ویل چې د کرزي ددغه نظامي اخطار ملاتړ
کوي او که نه.
د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې په سلگونو خلک ددې لپاره راغونډ شوي چې د جمهور رئیس کرزي د وروستیو څرگندونو ملاتړ وکړي.
ښاغلي کرزي، دغه خبرې وروسته له هغه وکړې چې یاغي طالبانو د جمعې په ورځ د کندهار پر زندان حمله وکړه او په سلگونو زنداني یاغیان یې خوشې کړل.
ښاغلي کرزي په مشخص ډول په پاکستان کې د طالبانو د رهبر بیت الله محسود او مولوي عمر نومونه واخیستل او ویې ویل چې افغاني عسکر به دغه دواړه په خپلو کورونو کې په نښه کړي. ویل کیږي چې دغو دواړه د قبایلو په علاقه کې د افغانستان سرحد ته نږدې پوستې جوړې کړي دي.