د لاس رسي وړ اتصالات

کاندولیزا رایس د سختو الفاظو په استعمال پر اسراییلو  بیا انتقاد وکړ


د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس د سختو الفاظو په استعمال پر اسراییلو بیا انتقاد وکړ او د بیت المقدس په شرقي برخه کی یی د یهودو ناقلینو دپاره د کورونو جوړول وغندل.


هغی وویل پر جنجالی مځکو باندی دا ساختماني پروژې د منځني ختیځ د سولی پر پلان منفي اغیز شیندي. د میرمن رایس ددی خبرو نه هدف دا دی چی ددې کال تر اخره پورې دا دوه هیوادونه د سولی د خبرو بیا پیلیدو ته وهڅوي.

میرمن رایس د فلسطین د مشر محمود عباس سره د لیدلو نه وروسته د یو نه اعلان شوی سفر په ترڅ کی لبنان ته تللی تر څو هلته د هغه هیواد د نوی اېېتلافَ حکومت سره خپل ملاتړ څرگند کړي.

XS
SM
MD
LG