د لاس رسي وړ اتصالات

مالېزېا سېد ابو طاهر چې داټومى اسرارو په خرڅولو تورن و، خوشى کړېدى


د مالېزېا چارواکېو د سرېلانکا هغه سوداگر خوشى کړېدى چې څلور کاله مخکى په دې تور بندى شوى و چې په تور بازار کې د اټومى موادو په خرڅلاو کې لتاړ گڼل کېده. رپوټ وايي چې په تور بازار کې د اټومى موادو د خرڅولو د غه ډلگى د پاکستان د اټومى ساېنسپوه عبدالقدېرخان له خوانه چلول کېدله.

چارواکېو نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې بخارى سېد ابو طآهر د مالېزېا ملى امنېت ته کوم خطر نه پېښوى. سېد ابو طآهر د جون په شپږمه نېټه خوشى شوى و. خو امنېتى چارواکېو داخبره زېاته کړه چې ښاغلى طاهر به په منظم ډول څارل کېږى.

په مالېزېا کې د سټار په نامه ورځپاڼه وايى چې طاهر ته به اجازه ورنکړل شى چې د شپې له خوانه بې اجازې کوم ځاى ته ولاړ شى. دى به هره اونى پولېس ته حاضرى ورکوى. رپوټ وايي چې طآهر په ٢٠٠۴ مېلادى کال کې، دمالېزېا د کورني امنېت د قانون له مخى بندى سوى و. ددغه قانون له مخى ېوبندى تر نامعلومى مودى پورې له محاکمى نه پرته توقېف کېدلى سى.

په هغه وخت کې د امرېکا حکومت پر طآهر باندى دا تور لگولى و چې له عبدالقدېرخان سره مرسته کوى چې اټومى ټکنولوژى په سرتمبه رژېمونو باندى خرڅه کړى.

په ٢٠٠۴ مېلادى کال کې عبدالقدېرخان په ېوه تلوېزېونى اعتراف کې دا ومنله چې هغه اېران، شمالى کورېا، او لېبېا ته اټومى اسرار ورکړېدى.


خو په دې نېژدى وخت کې چې عبدالقدېرخان کومى مرکې کړېدى په هغوکې ېې وېلې دى چې دغه اعتراف په ده باندى په زور باندى شوې و او هغه تورونه ېې رد کړل چې واېې ده اټومى اسرار خپاره کړېدى. هغه دامرېکا غږ راډېو ته ووېل چې د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف په دې سبب په ده باندى دا کار وکړ چې دامرېکا له خوانه پرې فشار اچول شوى و.

XS
SM
MD
LG