د لاس رسي وړ اتصالات

په زېمبابوى کې پولېسو د مخالف گوند په مرکزى دفتر چپاو غورځولى دى


د زېمبابوې په پاېتخت کې عېنى شاهدان وايي پولېسانو د ستر مخالف گوند په مرکزى دفترونو باندى چپاو غورځولى دى او ېو شمېر کسان ېې په دغو ودانېو کې نېولى دى.

د حکومت له خوانه دغه اقدام هغه وخت وسو چې د دېموکراتېکو بدلونو تحرېک مشر مورگان تسوانگېراى د اپرېکړه وکړه چې د زېمبابوې د جمهورى رېاست په انتخاباتو کې به برخه وانخلى.

هغه ووېل چې د واکمن گوند له خوانه دده د گوند پر خلکو برېدونه کېږى او دوى نشى کولى په دغو شراېطو کې په انتخاباتو کې برخه واخلى ځکه هغوى دا کار ناممکن کړېدى.

حکومتى چارواکى وايي چې انتخابات به له پلان سره سم د جمعى په ورځ پرمخ ولاړ شى ځکه چې مورگن تسوانگېراى د انتخاباتو کومېسېون ته لېکلى خبرندى ورکړى چې دى په انتخاباتو کې برخه نه اخلى.

XS
SM
MD
LG