د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ماشومان لا تر اوسه 'د جګړو قرباني دي'


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازی کومارا سومي نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په افغانستان کې ماشومان لا تراوسه د جګړو قرباني دي.

هغې اندیښنه وښوده چې د حکومت وسلوال مخالفین له ماشومانو نه د جګړو په جریان کې ګټه او د ځانمرګي بریدونو د ترسره کولو په خاطر کار اخیستی.

کومارا سومي له نړیوالو ځواکونو و غوښتل چې د هوايي بمباریو پر مهال د ماشومانو خونديتوب ته جدي پام وکړي. هغې وویل زیات شمیر ماشومان د نړیوالو ځواکونو په هوايي بمباریو کې ټپيان شوي دي.

مېرمن کومارا سومي پنځه ورځې کیږي چې په افغانستان کې ده اوله جمهور رئیس حامد کرزي، دکابېنې له غړو اویو شمیر ماشومانو سره یې لیدلي.

نوموړې به دروان کال په اکټوبرمیاشت کې دملی امنیت شورا ته په افغانستان کې د ماشوم سره د تاوتریخوالي په اړه خپل څیړنیز رپورټ هم وړاندی کړي.

XS
SM
MD
LG