د لاس رسي وړ اتصالات

دری یرغمل شوي امریکایان په کولمبیا کې د یاغیانو له منگولونه خوشي شول


دری یرغمل شوي امریکایان په کولمبیا کی د یاغیانو له منگولونه خوشي شول او د چهارشنبې په شپه په پوره سلامتۍ د تکساس ایالت ته ورسیدل.

د امریکا د اردو دغه درې واړه قراردادیان مارک کانسالویز، توماس هویس او کیت ستانسیل د کولمبیا چپي انقلابي وسله والوپنځه کاله پخوا یرغمل نیولي وو.

د تکساس په یو هوایې ډگر کې د چهارشنبې په شپه تر رسیدو وروسته دری واړه خوشي شوي کسان د یو هلی کوپترپه ذریعه په سن انتونیوکی د اردو یو روغتون ته د درملنې لپاره ورسول شوو.

په بوگوتا کې د امریکا سفارت وویل چې دا دری امریکایې قراردادیان لمړني امریکایې یرغمل شوي کسان دي چې دومره اوږده موده په یرغمل کی پاتی شوی دی.

په هغه ویدیو کی چی د کولمبیا تلویزیون خپره کړې، آزاد شوی آمریکایان روغ جوړ ښکاریدل، خو په بوگوتا کی د آمریکا سفیر وویل چی له دغو دریو تنو څخه یو یی په یو ډول لشمانیا اخته دی.

XS
SM
MD
LG