چارواکي وايي، د یمن په جنوب کې د یوې چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دغه چاودنه د صاده په ښارگوټي کې د یوې پوسته خانې مخې ته وشوه او څو تنه نور پکې ژوبل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې علت نه دی معلوم.
په دغه سیمه کې، له هغه وخت راهیسې چې په ٢٠٠۴ کال کې د شعیه گانو ېوې ډلې په بغاوت لاس پورې کړ، په زرگونو خلک وژل شوي دي.