د لاس رسي وړ اتصالات

له افغان ماشومانو سره تاوتریخوالی 'زیات شوی'


د ملگرو ملتونو چارواکو ویلي، په افغانستان کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی، او خبرداری یې ورکړی چې له ماشومانو نه د ځانمرگه حملو په کولو کې استفاده کیږي او جنسي تیری پرې کیږي.

د امریکا غږ خبریالې مارگریټ بشیر په دې باب رپوټ رالیږلی او وايي چې په جگړه کې د شاملو ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو خاصه استازې راډیکا کماراسوامي چې تازه افغانستان ته د یوه پنځه ورځني سفر نه راستنه شوې، خبرداری ورکړی چې په هغه هیواد کې خرابې وضعې ماشومانو ته لوی خطر پیښ کړی دی.

دا وايي، د طالبانو په شمول وسله والې ډلې، ماشومان جذبوي او د مهماتو په اتنقالولو او حتي د ځانمرگو حملو په کولو کې ورڅخه کار اخلي.

هغه وايي: "افغاني منابعو دا خبره تائید کړې چې طالبان او د نورې د حکومت مخالفې قواوې، له اتلسو کلونو نه د کم عمر ماشومان جذبوي. دا کار په دې وروستیو څو میاشتو کې ډیر زیات شوی دی. له ماشومانو نه حتی د ځانمرگو حملو په کولو کې کار اخیستل کیږي".

کماراسوامي وايي، که څه هم د افغانستان په مسلمانه ټولنه کې پر نجونو د جنسي تیري پیښې ډیرې کمې دي، خو دا وايي چې ځینې جنگسالاران او جهادي عناصر پر هلکانو باندې په جنسي تیري کولو کې لاس لري.

میرمن کماراسوامي وايي: "موږ په خاص ډول د بچه بازئ په نامه له یوې پدیدې نه په اندیښنه کې یو چې ځینې نظامي قومندانان هلکان ساتي".

کماراسوامي له افغان حکومت، طالبانو او نورو وسله والو ډلو نه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو حفاظت او وقار ته احترام ولري.

XS
SM
MD
LG