په عراق کې دامرېکا پوځ وايي چې د سړک دغاړى د بم په چاودنه کې په شمالى عراق کې څلور تنه مړه او اته نور زخمى شوېدى.
د امرېکا د پوځ خبرلېک وايي چې بم د دوشنبى په
ورځ د موصل ښار ته نېژدى په هغه کاروان
باندى وچاودېده چې قراردادېان ېې انتقالول.
په خبر لېک کې د قربانېانو د تابعېت په برخه کې معلومات ندى وړاندى شوى.
په ېوه بل خبر کې سپېنى ماڼى ووېل چې له عراق سره د امنېت په برخه کې وروستى خبرى ددى لپاره نه کېږى چې دامرېکا ېې عسکرو د وتلو لپاره ېو مهال وېش وټاکل شى که څه هم دعراق حکومت ددې پېشنهاد کړېدى.
د عراق صدر اعظم نورى المالکى ددوشنبى په ورځ ووېل چې دى له امرېکا سره د اوږدې مودې دامنېت په برخه کې په هغو لارچارو باندى غور کوى چې په عراق کى دامرېکا ېې عسکر موجودېت توجېه کړى.
په عراق کې د امرېکا دعسکرو د موجودېت موده ددې کال په اخر کې پاېته رسېږى. دامرېکا حکومت له مهال وېش سره مخالف دى.