د افغانستان پولیسو ویلی چی یوه ځان مرگه بم چونکی د افغانستان په جنوب کی دوه عسکر او یو ماشوم وژلی دی.
د پولیسو ولایتی قوماندان محمد حسین انډیوال وایی چی دغه ځان مرگی د هلمند ولایت د مرجا په ولسوالی کی یوه عسکری قطار ته نژدی په داسی حال کی ځان په بم والوزاوه چی د دی قطار تر څنگ پیاده روان ؤ
په دی چاودنه کی لږترلږه څلور کسه زخمی شوی دی.
د دی چاودنی مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.مگر یاغی طالبانو په دی وروستیو وختونو کی د افغان او خارجی قواوو پر خلاف ځانمرگی حملی زیاتی کړی دی.