د لاس رسي وړ اتصالات

طالب تندلاري په غزنی کی یې دوه ښځې وژلي دي


طالب تندلاري وایی په مرکزي افغانستان کی یې دوه هغه ښځې وژلي دي چی د دوی په وینا په امریکایی پوځي اډه کې په بد عمل تورنې دي.

د غزني د ولایت د والي ویاند وویل دغو ښځو شنې چادرۍ په سر وې او د غزني د ښار نه بهر د شنبې په شپه په ډزو وژل شوی دی. هغه دا دوه ښځي بی گناه محلی ښځی وبللی.

طالبو جنگیالیو د اسوشیتد پرس خبري اژانس ته وویل چې دا دوه ښځی ځکه ووژل شوې چې د غزني په ښار کی د امریکا په پوځي اډه کې د امریکایی عسکرو او نورو بهرنیو قرار دادیانو سره په بدو اعمالو تورنې دې.

پدی پوځي اډه کی د امریکایی سرتیرو ویاند لومړی بریدمن نتن پیري وایي دا تورونه بې ځایه دي او هغه هیڅکله داسې څه نه دي لیدلي.

XS
SM
MD
LG