د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د پاکستان پر اېجنټانو باندى د مرگ ژوبلى تور لگولى دى


د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزي داول ځل لپاره د پاکستان پر اېجنټانو باندى تور لگولى دى چې تېره اونى په کابل کې د هند پر سفارت باندى دبم چونى د برېد پلان همدوى جوړ کړى و.

ښاغلى کرزي نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې په افغانستان کې د بم چونو وروستى لړۍ د پاکستان د استخباراتو او نظامى اېجنټانو په واسطه پلان شوېده.

دهند پر سفارت په حمله کې لږ تر لږه څلوېښت تنه تېره دوشنبه ووژل شول.

د مرگ ژوبلى په نورو پېښو کې ښاغلى کرزى دهغې ځان وژنى د حملى پړه هم پر پاکستان ور واچوله چې په ارزگان کې په کى ٢۴ کسان د ېکشنبى په ورځ ووژل شول او په غزنى کې ېې ددوه افغانې مېرمنى هم ووژلى.

رپوټ وايي چې ښاغلى کرزي د خپلو تورونو د ملاتړ لپاره شواهد وړاندى نکړل. د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى ووېل چې په کابل کې دهند په سفارت کې دبم په مرگانى حمله کې پاکستان لاس نلرى.

هغه ووېل چې دده هېواد د افغانستان په بې ثباتى کې دلچسپى نلرى.

د افغانستان جمهور رئېس کرزى تېره مېاشت هم هغه وخت د خطر زنگ وواهه چې گواښ ېې وکړ چې پاکستان ته به عسکر ور ولېږى چې هلته له افراطېانو سره جگړه وکړى.

هغه ووېل چې که اسلام اباد ناکام سى چې له سرحد نه اخوا حملى بندى کړى نو افغانستان به اقدام وکړى.

XS
SM
MD
LG