د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لوى څارنوال له وظېفى نه بر طرف شو


د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي، لوى څارنوال عبدالجبار ثابت له خپلې وظېفى نه لېرى کړ. لوى څارنوال ېوه ورځ مخکى ددې پلان اعلان وکړ چې دې به د جمهورى رېاست په انتخاباتو کې په راتلونکي کال کې برخه واخلى.

نن د چارشنبى په ورځ د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي اعلان وکړ چې د عبدالجبار ثابت له خوا نه په انتخاباتو کې د گډون کول له دې سره برابر دى چې دې د لوېې څارنوالى له وظېفى نه استعفى وکړى.

ځکه چې د لوې څارنوالى وظېفه باېد بې طرفه وى او له سېاسى نفوذ نه مبراوى.

رپوټ وايى چې ثابت خبرېالانو ته ووېل چې ده له خپلې وظېفى نه استعفى نده کړى بلکه له وظېفى برطرف شوېدى. هغه دوه کاله مخکى د لوى څارنوال په توگه مقرر شوى و.

هغه لوړه کړى وه چې د ادارې فساد مخه به نېسى. خو نقادان وايى چې د هغه مبارزه په دې لاره کې سخته ناکامه وه.

XS
SM
MD
LG