د لاس رسي وړ اتصالات

بش: د تیروریزم سره مبارزه د افغانستان په نسبت په عراق کی ښه روانه ده


جمهور رئیس بش وایی د تیروریزم سره مبارزه د افغانستان په نسبت په عراق کی ښه روانه ده. هغه دا وینا پرون دخبری کنفرانس په ترڅ کې وکړه او ویی ویل چی راتلونکی جمهور رئیس باید پدې وهڅیږي چی پدې دوه و هیوادونو کی پوځي بری تر لاسه شي.

د امریکا جمهور رئیس جورج دبلیو بش وایی هغه سخت دریځي چی د پاکستان نه افغانستان ته اوړي تر څو د نړیوال اییتلاف ځواکونو په خلاف مبارزه وکړي د هغه د اداری د رنځ سبب گرځیدلای دی.

بش: "پدی کی هیڅ شک نشته چی ځینی تندلاري د پاکستان د ځینو برخو نه افغانستان ته اوړي او دا زمونږ دپاره د ستونزو په را منځ ته کولو مونږ ځوروي دا افغانستان ته د اذیت سبب گرځي او پاکستان به هم ازاروي. مونږه ټول د یو دښمن سره مخامخ یو. دا هغه تندلاري دی چی د تشدد له لاری یا غواړي دیموکراسی له منځه یوسي او یا هم د دیموکراسی په لور د کلک گام د ټینگیدو خنډ وگرځي." ‎

په افغانستان کی د جنگ د لا زور اخیستو نه وروسته اوس جمهور رئیس بش هم دا مني چی په افغانستان کې دجنگ جبهه شدیده ده. هغه خبریالانو ته وویل چی پهعراق کی جنگ ښه پر مخ ځي.

بش: "‎یوه جبهه تر بل بهتره ده په عراق کی اوس مونږ اوس بریالي یو او د بریالیتوب پر بنسټ زمونږ عسکر بیرته کورونو ته ستنیږي خو د افغانستان جنگ شدت نیولای دی." ‎

جمهور رئیس بش افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو وړاندیز رد نه کړ هغه وویل دا پریکړه په سیمه کې پر حالاتو اړه لري.

هغه خپله وینا پداسې وخت کې کوي چی طالبانو په افغانستان کې د جون د میاشتې نه را پدی خوا د حملو په ترڅ کی امریکایی قواو ته زیات ځانی تلفات اړولي دي.

ښاغلی بش په افغانستان کی اوسنې وضعه په عراق کی د دوه کالو مخکی وضعې سره پرتله کړه چې هغه وخت هم همداسی انتحاری بمي چاودنې او حملې کیدی تر څو د هغه په قول دامریکایی عسکرو مورال ټیټ کړي.

بل پلو د دوشنبې په روځ مامورینو وویل شا و خوا سلو تنو سخت دریځو جگیالیو تیره اونی د کنړد ولایت یوی پوځي پوستی دیوالونو شا ته ځانونه ورسول او تندلارو ته یی دا زمینه برابره کړه چی په کلي کی دننه پر امریکایی عسکرو باندی حمله وکړی او درنې مرگ ژوبلی را منځ ته کړي.

لدې سره سره ښاغلی بش د سه شنبې په روځ ادعا وکړه چی امریکایی ځواکونو په افغانستان کې القاعده ته د سختو ضربو په لړ کی زیانونه رسولي دی.

"‎مونږه به پر القاعده باندې خپل فشار ته دوام ورکړو، د خپلو پاکستاني دوستانو سره زه هیله من یم چی حکومت هیواد ته د سخت دریځو د ننوتلو په خط راو گواښ پوه شي زه فکر کوم دوی پوهیږي."

بل پلو جمهور رئیس بش پرون ژمنه وکړه چی د افغانستان د جمهور رئیس د هغه تور په اړه به تحقیقات وکړی چی وایی د پاکستان استخباراتي شبکه اي اس ای په افغانستان کی دننه په د تررستي حملو په تر سره کولو کی لاس لري.

هغه زیاته کړه ددی میاشتې په اخر کی کله چې د پاکستان صدر اعظم یوسف رضآ گیلانی واشنگتن ته سفر وکړی نو دی به دا ستونزه ورسره ضرور مطرح کړي.

خو د دواړو خواو نه یی دا غوښتنه هم وکړه چی خپل مخالفتونه یوی خوا ته پریدي او د تررزم سره خپلی گډی مبارزی هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG