د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان امنیتي قواو لس یاغیان وژلي دي


د پاکستان د اردو مامورین وایی چی عسکرو یې په هغو عملیاتو کی چی د صوبه سرحد په یوه قبایلي سیمه کی یې ددې د پاره وکړل چی اسلامي یاغیان ددغي سیمي نه وباسی ، لږ تر لږه لس تنه یاغیان وژلي دي .

د پاکستان امنیتي قواو ددې هفتې په سر کی دا عملیات د هنگو په ولسوالي کی د طالبانو د قواو په مقابل کی څو ورځي وروسته له هغه وکړل چی طالبانو په یوه پټه حمله کی ١٧ پاکستاني عسکر ووژل .

پاکستاني عسکرو پرون د پنجشنبې په ورځ په دې سیمي باندی په داسی حال کی حمله وکړه چی توپ لرونکو هلیکوپترویې ملاتړ کاوه . هغوی یاغیان ددې سیمي نه پسې واخیستل او د اوبو یو بند یې په خپل کنټزول کی راوست . مقاماتو په دې سیمه کی په گرځیدو باندی بندیځ ولگاوه او د ځینو اوسیدونکو نه یې وغوښتل چی ووځی .

په دې سیمه کی شخړي او جگړې وروسته له هغه زیاتي شوي دي چی یاغي طالبانو گواښ وکړ چی که حکومت ددوی اووه تنه ملگري خوشي نه کړی نو دوی به هغه څو تنه پاکستاني عسکر چی یرغمل یې نیولي دي ووژنی .

XS
SM
MD
LG