د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د عراق له صدر  اعظم سره ملاقات وکړړ


د امرېکا ددېموکرات گوند له خوانه د جمهورى رېاست لپاره کاندېد براک اوباما واېې چې ده دعراق له صدر اعظم نورى المالکى او له جمهوررئېس جلال طالبانى سره گټور مجلسونه نن ددوشنبى په ورځ وکړل.

سناتور براک اوباما دعراق له صدر اعظم نورى المالکى سره دعراق د امنېتى شراېطو په برخه کې خبرى وکړى او ترهغې وروسته د بصرى په ښارکې تم شو.

خو ښاغلى اوباما ددغه مجلس تفصېلات سمدلاسه مطبوعاتو ته په لاس ندى ورغلى. دامرېکا دغه سناتور په عراق کې د امرېکا له دوېمه درجه نظامى قوماندان سره خبرى وکړى او توقع ده چى له جگپوړه قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېېس سره هم خبرى وکړى.

په عراق کې دامرېکا ستراتېژى د سناتور اوباما او دهغه دانتخابى سېال سناتور جان مکېن ترمنځ ېوه ډېره مهمه مسله ده.

رپوټ واېې چى سناتور اوباما له ډېر پخواراهېسى د عراق د جگړې نقاد او مخالف دى. دى د خپل انتخابى سېال سناتور جان مکېن خلاف د ا وړاندېز لرى چې که دى د امرېکا د جمهور رئېس په توگه وټاکل شونو د امرېکا ېې عسکرو د راوتلو لپاره دى له عراق نه د شپاړسو مېاشتو ېو مهال وېش وټاکل شى.

سناتور مکېن غږ کړېدى چې دى به د اوږدې مودې لپاره دامرېکا له خوانه دعراق د امنېت دساتلو لپاره تعهد وکړى.

د ېکشنبى په ورځ اوباما په کوېټ کې تم شو. هغه تردې مخکى افغانستان ته تللى و. سناتور اوباما دافغانستان دحآلاتوپه باب ووېل چې دافغانستان حالات خطرناک دى او عاجله توجه غواړى. سناتور اوباما ووېل چې پکارده دعراق پرځاى افغانستان د ترهگرى په جگړه کې دامرېکا د توجه مرکز واې.

سناتو اوباما دافغانستان د سفر په ترڅ کې دافغانستان له جمهوررئېس حامد کرزى سره په کابل کې ملاقات وکړ. د ښاغلى کرزى نطاق هماېون حمېد زاده ووېل چې سناتو ر اوباما دافغانستان دملاتړ او دترهگرى خلاف د جگړى ددوام لپاره خپل تعهد څرگند کړى.

XS
SM
MD
LG