نن چین او روسیئ د خپلو سرحدونو په اړه خپل منځي څلویښت کلنه لانجه سره حل کړه.
دا موافقه د دوه و پخوانیو
کمونیستی سیالو هیوادونو تر منځ لاسلیک شوه.
د چین د ورځپاڼې په اساس روسیه به په شمال ختیځه سرحدي برخه کی د یو سلو څلور اویا کیلومترو مربع په اندازه مځکه بیرته چین ته وسپاري.
د روسیئ د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف چی بیجنگ ته په سفر تللی نن ددوشنبې په روځ د خپل چینایی سیال ینگ جي چي سره دا موافقه په گډه لاسلیک کړه.