افغان او ناتو قواو د افغانستان په جنوب کی په یاغیانو باندی په تعرضي عملیاتو شروع کړې چی یوه ولسوالی چی دغو یاغیانو نیولې وه بیرته تر لاسه کړی .
د ناتو د نړۍ والو مرستندیو امنیتي قواو یا آیساف په یوه بیانیه کی ویل شوی دي چی عسکرو یې پرون د چهارشنبې په ورځ د غزني په ولایت کی دا عملیات وروسته له هغه پیل کړل چی یاغیانو ددوشنبې په ورځ د اجرستان ولسوالي ونیوله.
آیساف وایی چی په هوایي حملو کی یې د سیمي څو یاغیان وژلي دي.