د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت ژورنالیست نصیر فیاض خوشی کړی دی


د افغانستان حکومت هغه ژورنالیست چی په حکومتي چارواکو باندي یې انتقادونه کړي وو له دوو ورځو توقیف نه وروسته خوشي کړی دی.

چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی د آریانا تلویزیون د حقیقت د خپروني نطاق چی ددوشنبې په ورځ نیول سوی و، خوشی سوی دی. د هغه دا خپرونه بنده شوې ده او هغه به له دې کبله چی د حکومت په خلاف یې بې اساسه تورونه لگولي دي محاکمه سی.

په پاریس کی دیره د بې سرحده خبریالانو مؤسسې ددې ژورنالیست بندی کول وغندل او ویې ویل چی که څه هم چی د حکومت د وزیرانو او جمهور رئیس په خلاف سختي تبصرې شوي دي خو حکومت د هغه په بندی کولو کی اشتباه کړې ده.

د آریانا تلویزیون مامورین وایی چی فیاض د افغانستان د اوبو او انرژۍ په وزیرانو باندي انتقادونه کړی وو چی هغوی د خپلو چوکیو اهلیت نه لری. مگر حکومتي چارواکو ویلي دي چی فیاض ددغو دوو وزیرانو نه خاصي غوښتني کړي وې.

XS
SM
MD
LG