سالم مندوخیل
د کابل د هوايي میدان یو ډله ځوان کارکوونکي ددې لپاره امریکا ته راغلي چې د نوي ټکنالوژئ استعمال زده کړي.
د افغانستان د هوانوردئ دغه دولس تنه مامورین دا وخت د امریکا په مرکزي ایالت اوکلهوما کې په زده کړه بوخت دي.
ددغه ډلې یوه تن، حسین رشيدي د امریکا غږ راډیو ته وویل چې دوی د هغه عصري رادار د استعمال طریقې زده کوي چې ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د کابل په هوايي میدان کې ولگول شي.
د کابل هوايي میدان دا وخت د رادار سیستم نلري. ښاغلي رشیدي وویل، ددغه سیستم له لگولو سره به د کابل هوايي میدان پرمختگ وکړي.
ټاکل شوې ده چې د کابل د هوايي میدان دغه ځوان کارکوونکي په رتلونکو دریو میاشتو کې هیواد ته ستانه شي.