جگړه مارانو د پاکستان د سرحد په ایالت کې اته پولیس وژلي دي.
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو جگړه مارانو د سوات درې ته نږدې د بونیر په سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته باندې حمله وکړه.
د جگړه مارانو یوه نطاق نن دغه حمله تائید کړه.
پولیس وايي، دغه جگړه ماران له سوات نه راغلي و، چیرې چې د مۍ په میاشت کې د ایالتي حکومت او ځايي طالبانو تر منځ د اوربند د کیدو سره د تشدد پیښې روانې دي.
جگړه مارانو د جولای په میاشت کې خپلې حملې له سره پیل کړې او ویې ویل چې حکومت د اوربند له پریکړې نه سرغړونه کړې ده.
بل خوا، د باجوړ په سیمه کې هم حکومتي قواوې د وسله والو طالبانو په خلاف په جگړه بوخت دي.
د جمعې په ورځ امنیتي مقاماتو وویل چې د چهارشنبې د ورځې راهیسې په دغه جگړه کې لږ تر لږه ٣٠ طالبان او اته پاکستاني ملیشې وژل شوي دي.