د لاس رسي وړ اتصالات

په لاهور کی د یوې بمي چودنې په نتیجه کې اته تنه ووژل شول


په داسې حال کې چې د پاکستان په لاهور ښار کې خلک د هغه هیواد د ازادۍ د ورځې لمانځلو لپاره تیارېدل، د یوې بمي چودنې په نتیجه کې لږ تر لږه اته تنه ووژل شول.

د پنج شنبې په ورځ یوه پاکستاني چارواکي وویل چې په لاهور ښار کې د بمي چودنې په نتیجه کې د دوو پولیسو په گډون د وژل شوو کسانو شمېر اتو ته جگ شو، او لږ تر لږه اتلس تنه نور ټپیان شول.

چودنه هغه وخت را مینځته شوه کله چې خلکو د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مېلو کې ډ گډون لپاره تیاری نیو.

د ایالتي پولیسو مشر شوکت جاوید وویل چې پولیسو د لاهور په مرکزي برخه کې په یوه جمات پېره کوله کله چې دغه چودنه وشوه او د ملکي کسانو سره سره یې دوه تنه پولیس هم ووژل:

شوکت: "‎په دغه ځانمرگي برید کې پنځه تنه شهیدان شول، او برید کونکی هم ووژل شو. په وژل شوو کې دوه تنه پولیس او درې ملکي کسان ول چې یوه یې ښځه وه."‎

تر اوسه هیچا ددغې چودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی چې یوه له پېښور سره نږدې له هغه برید یوه ورځ وروسته وشوه چې د پاکستان د هوايي ځواک څوارلس تنه پکې ووژل شول او طالبانو یې مسئولیت په غاړه واخیست. او ویې ویل چې دا برید په سرحد ایالت کې د پاکستاني ځوانو د عملیاتو په بدل کې ترسره شو.

بل لور په داسې حال کې چې له پنجاب وروسته د سرحد ایالت پارلمان هم د جمهور رئیس پروېز مشرف خلاف رایې واچولې، د هغه پلویانو دا منلې چې مشرف به په ځای د دې چې د پارلمان لخوا د رایو په اچولو له دندې گوښه کړای شي، استعفا کول غوره وبولي.

په داسې حال کې چې پروېز مشرف د خپلې څوکۍ څخه د استعفا کولو هیڅ اشاره نه ده کړې، په هغه باندې له هر لوري فشارونه زیات شوي.

د پاکستان د جوړېدو د یوشپېتمې کلیزې په پروگرام کې له گډون وروسته په یوه ټلویزوني وینا کې نوموړي د ترهرگرۍ خلاف او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د یووالي غږ وکړ.

مشرف: "‎که مونږ د ترهگرۍ خلاف جگړه گټل غواړو او په پاکستان کې اقتصادي پیاوړتیا غواړو نو باید د سیاسي ثبات لپاره کار وکړو. که مونږ سیاسي ثبات را نه ولو نو په دواړو برخو کې به پاتې راشو. او زما په فکر سیاسي ثبات د جوړ جاړي له لارې راتلای شي نه ده مخالفت له لارې."‎

نن د سند ایالتي پارلمان هم له جمهور رئیس مشرف څخه د باور رایې د اخیستو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG