د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی 'په هرو نه ویشتو دقیقو کی یوه ښځه مري'


پداسې حال کی چی د ښځو د حقوقو ملاتړی ادارې په افغانستان کی د ښځو اوسنۍ وضعه د خپگان وړ بولي، دولتي او بهرنی حقوقي موسسی زیار باسي چی د جنس د تساوۍ د بودیجې دپاره هڅې گړندې کاندي.

نن د امریکا انکشافي ادارې د کابل په سرینا هوتل کی د جنس د بودیجی په اړه د بحث په مقصد یوه غونډه جوړه کړی وه.

دوی د ښځو دپاره پر عملي پروگرام خبرې وکړې او ستونزی یی وپیژني. نوی څیړنی وایی چی په افغانستان کی په هرو نه ویشتو دقیقو کی یوه ښځه مري او د ښځو عمر تر نارینه و لنډ دی.

په ښونځیو کی د هری نجلی په وړاندی پنځه هلکان زده کړی کوی او د با سوادو ښځو فیصدی پنځلس اعشاریه اته دی خو د نارینه یو دیرش فیصدو ته رسیږي.

څیړنی وایی د نارینه و په پرتلی ښځی د خپلو حقوقو په تر لاسه کولو کی دری چنده زیاتی ستونزی لري.

XS
SM
MD
LG