د لاس رسي وړ اتصالات

د مشرف ژوند ته لنډه کتنه


پرویز مشرف په ١٩٩٩ کال کې وروسته له هغه چې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې یې نواز شریف له قدرته وغورځاوه او له ملک نه یې وشاړه، یو دم د نړی په صحنه کې رابرسیره شو.

په امریکا کې د ٢٠٠١ د سپتمبر د یولسمې د ترورستي پېښو نه وروسته په نړۍ کې دده اهمیت نور هم زیات شو.

د طالبانو رژیم د پاکستان تر حمایت لاندې د القاعده مشري ته په دې هیواد کې د فعالیت امکانات برابر کړي وو.

القاعدې د دې ترورستي حملو څارنه کوله.

خو کله چې امریکايي عسکرو د طالبانو د پرزولو لپاره په افغانستان حمله وکړه پرویز مشرف د امریکا د تروریزم ضد جگړه کې متحد شو.

په ٢٠٠٨ کال کې ده تروریزم د خپل ملک ستر دښمن وباله.

مشرف وویل: دا د پاکستان د بقا لپاره یو ستر گواښ دی او مونږ سیاسي روغې جوړې ته اړتیا لرو تر څو ددې ستر ناورین سره وجنگیږو.

راځئ چې سره یو ځای شو او ترورستانو ته ماتې ورکړو.

کله چې دی په قدرت ورسید نو ژمنه یې وکړه چې پاکستان ته به نیکمرغي او دموکراسي راولي.

ده اقتصادي اصلاحات رامنځ ته کړل او دې سره په پاکستان کې اقتصادي وده چټکه شوه خو د دموکرسۍ په راوستلو کې یې د یوه سیاسي څیړونکي طلعت مسعود په خبره پاتې راغی.

مسعود وویل: د ده خورا ضعیفه نقطه داوه چې ده د ملک موسسات تضعیف کړل تر دې حده پورې چې ملک اوس د یوه بحران نه وځي او په بل کې داخلیږي.

که څه هم دی وايي چې یو دموکرات دی خو په حقیقي معنی دی د نورو په شان یو دکتاتور دی.

په یوه د پاڅه دوه زرم کال کې دی ځان د ملک جمهو ر رئیس اعلان کړ او یو کال وروسته د یوه ریفرنډم په ترڅ کې د پنځو کلونو لپاره یې خپله دوه اوږده کړه.

څارونکو دده دا اقدام ځکه غیر قانوني وباله چې دی یو برحال افسر دی او داسې کس د ملک جمهور رئیس نه شي کیدلای.

ده د بیا ټاکل کیدلو نه وروسته ژمنه کړې وه چې د پوځي عهدې نه استعفی کوي خو ده دغه کار تر ٢٠٠٧ کاله پورې ونه کړ.

مخکې له دې چې ېې پارلمان د جمهو ر رئیس په حیث بیا وټاکی د پاکستان سترې محکمې غوښتل دی د دې پوست لپاره نا اهل اعلان کړي خو مخکې له دې چې دغه فیصله اعلان شی د سترې محکمې رئیس افتخار محمد چوهدري د مشرف لخوا له کاره گوښه شو کوم چې د مشرف د مهمو انتقاد کونکو نه ؤ.

خو د چوهدري په پلوي د ملک په گوټ گوټ کې سخت اعتراضونه وشول او مشرف ده ته اجازه ورکړه چې محکمې ته بیرته ورستون شی.

پارلمان په ٢٠٠٧ کال کې مشرف په لوی اکثریت بیا وټاکه خو داسې انگیرنې وې چې ممکن ستره محکمه دغه ټاکنه لغو کړي.

د نوامبر په دریمه ده په ملک کې اظطراري حالت نافذ کړ.

ده اساسي قانون معطل کړ، قانون پوهان او په زرگونو سیاسي مخالفین یې بندیان کړل او په مطبوعاتو باندې سخت بندیز ولگاؤ.

دې نه برسیره ده یو شمیر قاضیان چې په هغه کې چوهدري هم شامل ؤ له کاره گوښه کړل او خپل پلویان یې د هغو په ځای مقرر کړل.

پرویز مشرف ویلي ؤ چې د اظطرار حالت په دې سبب ضرور ؤ چې په ملک کې د اسلامي جنگیالو لخوا خطر ډیر شویدی.

خو د نورو په نظر ده په دې بهانه هغه قاضیان چې دده مخالفین وو له صحنې نه وویستل.

د اظطراري حالت له انفاذ نه څو هفتې وروسته نوي قاضیانو د پرویز مشرف ټاکل کیدل قانوني وبلل او مشرف هم د اظطرار حالت ختم کړ.

جنرال مشرف د پاکستان دولسم جمهو رئیس د ١٩۴٣م کال د اگست په ١١مه د هند په ډیلي کې زیږېدلی دی. دی د یوه ډیپلومات زوی دی او د پاکستان د کراچۍ په ښار او ترکیه کې را لوی شو.

د هند د ویش او د پاکستان د خپلواکۍ نه وروسته دی د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجرشو.

په ١٦٦٠م کې د پاکستان د توپچې قوې منصبدار شو او په ١٩٦٥م کې د هند او پاکستان په جگړه کې یې برخه لرله. د دواړو هیوادونو تر منځ د ١٩٧١م کال په جگړه کې یې د پاکستان د کمانډو قواوو د کنډک مشري په غاړه لرله. دی په ١٩٧١م کال کې د تورن جنرال رتبې ته ورسید او په ١٩٩٥م کال کې ډگر جنرال شو.

جنرال مشرف په خپل پوځي ژوند کې د پاکستان د پوځي چارو د مرستیال او د پوځي عملیاتو د اعلی قومندان په توگه دندې تر سره کړي دي.

نواز شریف دی په ١٩٩٨ کال کې د ملک د لوی درستیز او د پوځونو د مشر په حیث وټاکه.

پرویز مشرف د یوه غیر مذهبي مشر په حیث پیژندل کیده او ده به تل ویل چې د اسلامي افراطیت په ضد ولاړ دی.

خو دده د حکمرانۍ په وخت کې په پاکستان کې تاوتریخوالي ډیرزیات شول.

ډیر شمیر بین المللي دفاعي متخصصین او سیاسي مشران په دې نظر دي چې د القاعده مشران او جنگیالي ډلې د پاکستان په غرنیو علاقو کې ځای په ځای دي کوم چې د افغانستان سره په پولو کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG